دکندهار له امنیه قوماندان، د ولایتي شورا وکیلانو، قومي مشرانو او مخورو سره کتنه

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۰ - ۱۱:۵۸
mobta

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.

د کتنې په پیل کې ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د کندهار له قومي مشرانو، مخورو او مدني فعالانو سره د تېرې ورځې د مشورتي غونډې، چې موخه یې د ملي یووالي ټینګښت و، یادونه وکړه وى ویل: یوازې د افغانانو ترمنځ یووالی او یو موټیتوب کولای شي موږ له ستونزو وژغوري نور باید لاس په کار شو او د خپل هېواد د روښانه برخلیک لپاره عملآ او په رښتیني توګه ګډ کار وکړو .

ښاغلي شېرزي همدا راز د جمهوري رياست راروانې ټولټاکنې د ولسواک نظام د منځ ته راتګ یو اصل وبللو، هیله یې څرګنده کړه، چې ولسونه باید دې ته و هڅول شي، چې د ټولټاکنو په ملي پروسه کې پراخه ګډون وکړي او د خپل خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي.

همدا راز نوموړي د هېواد د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان کارنامو ته په اشارې سره خپلواکي د هغه اتل او د آزادۍ د لارې د نورو سرښندونکو مبارزينو له خوا یوه ستره ارزښتناکه ملي ډالۍ وبلله، چې بايد نيمګړى فصل او پاتې کارونه يې تکميل شي.

ښاغلي شېرزي د هېواد د جلالتمآب ولسمشر د کارونو ستاینه وکړه زياته يې کړه: ښاغلى جمهور ريس په ډېرو حساسو حالاتو کي دا هېواد په ډیر ښه ډول اداره او مدیریت کړ، چې دا کارونه به د خپلواکۍ د ګټوونکي غازي امان الله خان ارواح ښاده او ارامه کړي.

همدا راز ښاغلي شېرزي د تېرو اوولسو کلونو په ځانګړي توګه په هره برخه کې د وروستیو پرمختګونو یادونه وکړه وی ویل: انشا الله هېواد به مو د هرې ورځې په تېرېدو سره د پرمختګ په لور حرکت وکړي، لرې نه ده، چې د تلپاتې او باعزته سولې ترچترلاندې به ټول افغانان د یوبل ترڅنګ هوسا او آرامه ژوند ولرو.
همدا راز د یاد ولایت امنیه قوماندان د امنیت په ټینګښت کې د لا ډېرو هڅو او قومي مشرانو هم په یادو برخو کې هر یو په خپل وار سره د هڅو ډاډ ورکړ او د موجوده نظام څخه یې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ، او په روانو ټاکنیزو سیالیو کي يې دولت ساز ټیم د هېواد او افغانانو لپاره غوره ټیم وګڼه او خپل ملاتړ يې د لوي کندهار په کچه د افغانستان له برحاله ولسمشر جلالتمآب ډاکټر محمد اشرف غني څخه اعلان کړ.

نوموړو د سولې او ملي یووالي په ټينګښت کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هلې ځلې وستایلې.

قومي مشرانو دغه راز د جمهوري ریاست راروانې ټاکنې د ډیموکراسۍ اساسي اصل وباله او د ټاکنو په ترسره کېدو یې، چې د افغانانو د ژغورلو یوازنې لاره ده ، ټينګار وکړ.

د يادونې وړ ده، چې د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزي او د غونډې ټولو درنو ګډونوالو په کابل کې وروستۍ تروريستي عمل په کلکه وغانده، د شهيدانو پاک روح ته يې د دعا په ترڅ کې ټپيانو ته د بشپړې روغتيا او د شهيدانو وارثانو ته د جميل صبر هيله وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu