خوست کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د يووالي او انسجام غونډه وشوه

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۸:۳۷
ناسته

 

يکشنبه ۱۰/۴/۱۴۴۶

د اسلامي نظام د ثبات، ولسونو د يووالي او انسجام تر سرلیک لاندې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس مولوي نيک محمد افغاني، د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد آجان رهبر، د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني او محلي مسؤلینو ګډون کړی وو.

په پيل کې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني د خپلې وینا په ترڅ کې وویل: د اسلامي امارت مسؤلين هڅه کوي، چې د ولسونو ستونزو اوغوښتنو ته د دا ډول ناستو له لارې رسېدنه وکړي او ترمنځ يې يووالى را منځته کړي.
ورپسي د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمد خبرې وکړې ویې ويل: دا نظام موږ ته چا په خيرات کې نه دى را کړى بلکې دا مو د ولسونو په قربانېو او د شهیدانو په وینو ګټلی. هغه همدارنګه وویل: اوس د دې وخت را رسيدلی چې د ولسونو خدمت وشي او حقوق يې پر ځاي شي. ښاغلي احمد ګډونوالو ته ډاډ ورکړ ویې ویل: د اسلامي امارت ټول مشران په دې هڅه کې دي چې له هرې شونې لارې د خپل ولس خدمت وکړي او خپل مسوليت په ښه توګه ادا‌ء کړي.

دغه راز د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس مولوي نيک محمد افغاني وويل: په هيواد کې د کفارو لخوا ډير ظلمونه وشول خو دې ولس وزغمل او کفري اشغال ته یې سر ټیټ نه کړ، چې الله تعالی (ج) په خپل نصرت، د دوی د صبر په پایله کې اشغالګرو ته شرمناکه ماته ورکړه او اسلامي نظام یې بریا ته ورساوه. ښاغلي افغاني زياته کړه چې د تېر حکومت پاتې ستونزو او په ځینو سیمو کې د خلکو ترمنځ د خپلمنځي شخړو حل ته چمتو يو. موږ هڅه کوو چې د دیني عالمانو، قومي مشراو او مخورو په همکارۍ شخړې حل او په بدیو کې د ښکېلو غاړو ترمنځ یوه سوله ییزه فضاء او یووالی حاکم کړو.  

قومي مشرانو په خپلو خبرو کې وويل: خوست وياړلی تاريخ لري، خلک يې خپل ژوند د ورور ولۍ په فضاء کې تېروي او د اسلامي امارت د مسؤلينو اطاعات کوي. دوی زياته کړه لله الحمد اوسنی نظام د افغانستان په ټوله جغرافيه بشپړ واک لري او د خپل ولس ستونزو ته متوجه دی. دوی وویل: تېرو حکومتونو زموږ غږ نه دی اورېدلی، خو اسلامي امارت دي د دوی ستونزې واوري او د حل لارې چارې دي ورته ولټوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴
Background image

لغمان کې د ۴۰ کلنې بدي ترڅنګ جوزجان کې ۱۵ کلنه او پروان کې ۸ کلنه شخړه حل شوه

 

سه شنبه ۲۵ جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر مولوی نورالهادي چپاو په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځايې خلکو په منځګړيتوب د دوو کورنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu