خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

taqi_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
شخړه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په پایله کې د دوو کورنیو تر منځ هغه دښمني پای ته ورسوله چې ۱۳ کاله مخینه یې درلوده. یاده شخړه چې له لفظي لانجې وروسته په فزیکي نښته بدله شوې وه، د دواړو لوریو څخه د یو یو تن د وژل کېدو لامل شوې وه او دواړو کورنیو کلونه کلونه په اندېښنه او بې‌ باورۍ کې ژوند کاوه، خو بالاخره د مشرانو او منځګړو په هڅو په دوستۍ بدله شوه. د روغې جوړې مراسم د خوست مرکز اړوند ډاب کلي کې د خوست ولایت مرستیال والي مولوي محبوب شاه قانت، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي میا محمد ولي صدیقي، د علماوو شورا غړو، د منګلو او تڼیو قومي مشرانو او ځايي سپین ږیرو په حضور کې ترسره شول. ویناوالو د سولې، ورورولۍ او ټولنیز یووالي پر ارزښتونو خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې د خپلو سیمو په کچه د شخصي دښمنیو د حل لپاره هڅې زیاتې کړي، څو د مینې او ورورولۍ فضا لا پیاوړې شي. په پای کې د پرېکړه لیک په اعلانولو سره دواړو لوریو د سولې نوی پړاو پیل کړ او ژمنه یې وکړه چې راتلونکی ژوند به په تفاهم، یووالي او متقابل احترام تېروي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu