جوزجان کې ۲ کلنه شخړه حل او ميدان وردګو کې دوې مرورې کورنۍ پخلا شوې

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۱۴:۴۳
جوزجان کې ۲ کلنه شخړه حل او ميدان وردګو کې دوې مرورې کورنۍ پخلا شوې

پنجشنبه ۲۷ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د جوزجان ولايت د سرحدونو، اقوامونو او قبایلو چارو ریاست استازو د یو شمېر علماوو، قومي مخورو او سپین ږیرو په حضور کې هغه دوه کلنه شخړه هواره کړه، چې د څوکسانو ترمنځ د پيسو د يو لړ قرضدارۍ له امله رامنځته شوې وه. مسؤلينو د دغه شخړې د هواري پرمهال له ښکېلو خواوو اختيار ليکونه واخيستل او د هغوی ترمنځ يې د يوې منصفانه پرېکړې په اساس فيصله وکړه، چې دواړو خواوو ته دمنلو وړ ورګرځيده او د خوښي لاسونه يې سره ورکړل. په همدې حال کې د ميدان وردګ ولايت په نرخ ولسوالۍ کې هم د دوو کورنيو ترمنځ يوه خپل منځي شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسړلينو له لوري په سوله ييزه توګه حل او طرفينو د ورورولي غاړې سره ورکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu