بلخ کې يوه کلنه شخړه حل او فصل شوه

taqi2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۰
بلخ کې يوه کلنه شخړه حل او فصل شوه

 

سه شنبه ۱۱ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ روغه جوړه ترسره کړه.

د يادو کورنيو ترمنځ د څه باندې يوکال په اوږدو کې ګڼې ستونزې موجودې وې، چې د هغوی ژوند يې تريخ کړی و او د ځينو بد بينيو له امله يې راشه درشه سره نه لره، چې د مسؤلينو په هڅو بلآخره روغې جوړې ته چمتو شول.

د روغې پرمهال د دواړو ښکېلو کورنيو مشرانو په خپل تېر ژوند پښېماني وښوده او له مسؤلينو سره يې ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به خپل سوله ييز ژوند ته پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

په فارياب، زابل، سمنګان او کاپيسا ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډې

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د شریعت د احکامو د نفاذ، یووالي او همغږۍ په موخه دا ځل د فارياب ولايت په لولاش او بندر ولسوالي، د زابل ولايت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۵۴
Background image

په کندز او بدخشان کې د مسؤلينو له لوري د جلاجلا شخړو حل

 

يکشنبه ۱۴ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کندز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په خان آباد ولسوالي کې د يوې مېرمنې د ټپي کېدو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۸:۴۸
Background image

په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ  ۳۵ کاله وروسته روغه جوړه وشوه

 

شنبه ۱۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۳۵ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو ترڅنګ یې دواړو کورنیو ته مالي زیانونه هم اړولي وو، د یاد ولایت د سرحدونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu