بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

taqi_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو ریاست په هڅو او د قومي مخورو او مصلحینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.‏د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي سردار محمد محمدي د یوې غونډي په ترڅ کې د دواړو لورو خبرې واورېدې او هغوی ته یې د اسلام له نظره د ورورولۍ، اتفاق او بښنې ارزښتونه بیان کړل.‏په پای کې دواړو لورو د خپلو تېرو کړنو له امله یې پښېماني څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به هڅه کوي چې له شخړو پرته هوسا ژوند ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې د ۴ کلنې بدي ترڅنګ سرپل، ننګرهار او غزني ولايت کې هم شخړې حل شوې

 

شنبه ۲۷ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په احمد آباد ولسوالي کې د څو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر هغه را پورته شوې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۲۴
Background image

په باميان او بلخ ولايت کې د جلاجلا شخړو حل

 

پنجشنبه ۲۵ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د بامیان ولایت مرکز اړوند د ملا غلام په سیمه کې د تاجک او هزاره قومونو د څو تنو ترمنځ رامنځته شوې شخړه، چې له امله یې یو تن ټپي شوی و، مسؤلينو د سیمې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۰:۲۱
Background image

په خوست کې د دووکورنیو ترمنځ ۱۶ کلنه دوښمني په دوستۍ بدله شوه

 

سه شنبه، ۲۳ ذوالحجة ۱۴۴۷ هـ قـ

د خوست ولایت مرکز متون په خالصې کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۶ کلنه دوښمني، چې له امله یې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی و، د قومي مشرانو، علماوو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu