بلخ او ارزګان کې جلاجلا شخړې حل شوې

taqi2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۱۷
بلخ او ارزګان کې جلاجلا شخړې حل شوې

 

چهارشنبه ١٨ رجب المرجب ۱۴۴۷

په بلخ ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ  هغه راپورته شوې څه باندې يو کلنه شخړه، چې دواړو لوريو ته يې ګڼې ستونزې راولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو لخوا د قومي مشرانو  په همکاري حل او دواړو لويو سوله ييز ژوند ته مخه کړه
 
همدا راز د ارزګان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په خاص ارزګان ولسوالي  کې د يوکس د وژلو له کبله راپورته شوې شخړه هواره کړه او ښکېل لوري يې سره غاړه غړۍ کړل.

دوی د اسلامي امارت له مشرانو او په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له هڅو مننه وکړه، چې په وينا يې د ولسونو هره لويه او وړه ستونزه په سوله ييز ډول هوراوي او خلکو ته د هوسا ژوند زمينه برابروي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu