بغلان کې د څلورو لسېزو په دوام مرګوني دښمني په دوستي بدله شوه

taqi_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۶
بغلان کې د څلورو لسېزو په دوام مرګوني دښمني په دوستي بدله شوه

يکشنبه ۲ ذوالقعدة الحرام  ۱۴۴۷


د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې غړو مفتي شفيع الله ثاقب، مولوي محمدآجان رهبر، مولوي محمد اسحاق ادريس او مولوي نيک محمد منيب بغلان ولایت ته د خپل يو سفر پر مهال په دغه ولايت کې د څلوېښت کلونو دوامدارې دښمني ته د پای ټکی کېښود. دغه دښمني، چې د څلورو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې وه، د اوږدې مودې راهیسې يې ترمنځ د دښمنۍ اور بل و.

یاده دښمني، چې د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې وه ژور اختلافات يې درلودل او د تېرو کلونو په ترڅ کې پکې درې تنه وژل شوي وو، چې له امله یې ښکېل خلک له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ وو.


د وزارت ياد پلاوي د قومي مشرانو او ديني عالمانو د هڅو په ترڅ کې د ښکېلو کورنیو له غړو سره جلاجلا لیدنې ترسره کړې، هغوی يې سولې ته وهڅول او په پای کې د اختیار لیکونو په ترلاسه کولو سره يې دغه څلوېښت کلنه دښمني په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.

د متضررو کورنيو مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له مسؤلينو او ورغلي پلاوي له هلو ځلو مننه وکړه او ياده يې کړه، چې له نن وروسته به پاتي ژوند په سوله او خوښي سره تېروي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

په فارياب، زابل، سمنګان او کاپيسا ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډې

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د شریعت د احکامو د نفاذ، یووالي او همغږۍ په موخه دا ځل د فارياب ولايت په لولاش او بندر ولسوالي، د زابل ولايت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۵۴
Background image

په کندز او بدخشان کې د مسؤلينو له لوري د جلاجلا شخړو حل

 

يکشنبه ۱۴ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کندز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په خان آباد ولسوالي کې د يوې مېرمنې د ټپي کېدو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۸:۴۸
Background image

په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ  ۳۵ کاله وروسته روغه جوړه وشوه

 

شنبه ۱۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۳۵ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو ترڅنګ یې دواړو کورنیو ته مالي زیانونه هم اړولي وو، د یاد ولایت د سرحدونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu