(( اسلامي نظام زموږ د وجود برخه ده، هېڅ ځواک او دښمن مو سره نه شي جلا کولی ))

taqi2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۱:۳۱
(( اسلامي نظام زموږ د وجود برخه ده، هېڅ ځواک او دښمن مو سره نه شي جلا کولی ))

 

دوشنبه ۵ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د ملت اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس د هوساينې د غونډو د دوام په لړ کې داځل د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پکتیا ولایت کې د يوې سترې ولسي غونډې کوربه و، چې ياده غونډه د وزارت د معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد په مشري داسې مهال ترسره شوه، چې پکې د مل پلاوي سربېره ولايتي مسؤلينو، سيمه ‌ييزو مشرانو، علماوو او ګڼ شمېر خلکو ګډون درلود.

قومي مشرانو په خپل وار سره د خبرو پرمهال د سرحدونو، قومونو او قبايلو جاروزارت له هڅو مننه وکړه، چې په وينا يې دغه وزارت د اسلامي امارت تر واک وروسته په پکتيا ولايت کې سلګونه شخړې حل کړې او د دوی ډېرې لويې دښمۍ يې په دوستۍ وربدلې کړې دي. دوی همداراز اسلامي نظام د خپل وجود برخه وبلله او ياده يې کړه، چې هېڅ ځواک او دښمن به يې سره جلا نه کړي.

ورپسې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمد د پکتیا ولایت د تاریخي ارزښتونو په اړه څرګنده کړه، چې پکتیا یو ځلانده تاریخ لري او د خپل وطن او خلکو لپاره یې بې ‌شمېره قربانۍ ورکړې دي. د دې سیمې زړه‌ ور ولسونه تل په خپل عزت، مېړانه او ارزښتونو ویاړي، چې تاریخ يې د ټولو افغانانو لپاره د سرلوړۍ او الهام سرچینه ګڼل کېږي. ښاغلي احمد ټینګار وکړ، چې ولسونه باید خپل اتلان وپیژني، د هغوی د مېړانې او قربانیو ستاینه وکړي او د هغوی له لارښوونو څخه زده کړه وکړي

په پای کې دوزارت د څړځایونو او خدمتونو د اقتصادي چارو رئیس مفتي لعل محمد منیب د انساني قاچاق په بدو عواقبو خلک وپوهول او غوښتنه يې تري وکړه، چې د اسلامي نظام د لارښوونو په اساس د انساني قاچاق د مخنیوي او مبارزې په چارو کې بشپړه همکاري وکړي، څو هغه ناوړه پدیدې چې د انساني کرامت او ارزښتونو خلاف دي له منځه یوړل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu