کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو په دوام هغه رامنځته شوې شخړه حل کړه، چې دواړو خواوو ته يې ګڼ خپل منځي اختلافات را پارولي وو.

دغه شخړه، چې د ځينو ځمکو د ملکيت پرسر راپورته شوې وه د حل په موخه يې کلیوالي مشرانو او سیمه ییزو متنفذینو د اسلامي امارت د مشرانو سره سلا مشورې وکړې او د یوه مرکچي هیئت د مکررو ناستو په برکت يې دواړه خواوې روغې جوړې ته راضي کړې. 

په پای کې ښکېلو خواوو ته د حق سپارلو ترڅنګ له هغوی تعهد واخېستل شو، چې په راتلونکي کې به له يو بل سره هېڅ ډول جنجالونه نه کوي بلکي په سوله او وروولي کې به ژوند ته ادامه ورکوي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu