((د افغانستان غیور ملت بیا نه دوکه کېږي، ځکه دا ولس اوس د دُښمن د هر ډول توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی))

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۸
((د افغانستان غیور ملت بیا نه دوکه کېږي، ځکه دا ولس اوس د دُښمن د هر ډول توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی))

پنجشنبه /۶/ذوالقعده/۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په بدخشان ولایت کې له اسلامي نظام څخه د دفاع او ملاتړ تر سرلیک لاندې جوړې شوې غونډې ته څرګنده کړه، چې اوس هم د نړۍ ځینې استخباراتي ډلې په بېلابېلو نومونو غواړي زموږ د هیواد امنیت اخلال کړي. هغه د باور په څرګندولو سره وویل، د افغانستان غیور ملت بیا نه دوکه کېږي، ځکه دا ولس اوس د دُښمن د هر ډول توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی.  نوموړي اطمینان ورکړ چې، اسلامي امارت پر خپله ټوله خاوره واکمن دی او هیچاته د تېري کولو اجازه نه ورکوي. 

ځایې خلکو جوړې شوې غونډې ته په ډاګه کړه، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان په ګوټ ګوټ کې امن ټینګ شوی او د تبعیض لمن ټوله شوې ده. هغوی زیاته کړه، چې په هېواد کې د ملي یووالي او اسلامي نظام د لا پیاوړتیا لپاره اړینه ده چې ټول هېوادوال د خپلو مشرانو اطاعت وکړي او هغه اشخاص چې هڅه کوي په هېواد کې دهشت او وحشت ته لمن ووهې مخه یې ونیول شي.

په یاده غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وزیر، د ياد وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين مولوی محمد علي جان احمد، د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت معین شیخ نورمحمد حقاني، د استخباراتو ریاست استازي مولوي اختر شاه هاشمي، د بدخشان ولایت والي مولوي محمد اسماعیل غزنوي، ځایی قومي مخورو، علماء کرامو، د ولسونو استازو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۲
Background image

باميان ولايت کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ شخړه حل شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د باميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر د ولايتي اداري په ملتيا د دغه ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

ارزګان کې د يوې ترافيکي پېښه له امله راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر ملا عبدالهادي حاجي امين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

هلمند کې دوه جلاجلا مرګوني شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د هلمند ولايت ناوه ولسوالۍ په ګوهرګين سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د اوبو پر سر را پورته شوې شخړه، چې له کبله يې يوکس وژل شوی او اته نور پکې. . .

BACK TO NEWS

User account menu