بادغیس کې د میراث پر سر راپورته شوې شخړه حل شوه

دوشنبه ۱ ربيع الأول ۱۴۴۷
د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کلي د يوې کليوالي کورنۍ د څو غړو ترمنځ د میراث پرسر راپورته شوې شخړه حل او حق حقدار ته وسپارل شو.
د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مشرانو په منځګړیتوب، د سیمې د سپین ږیرو، علماوو او ځايي اوسېدونکو په حضور کې د يوې شرعي پرېکړې له مخې ټولو لوريو ته د خپل پلار له پاتې شتمنیو څخه د هغوی حقونه ورکړل شول.
د مسؤلينو لخوا د دغه پرېکړې له عملي کېدو وروسته ټولې خواوې د خپلو حقونو په ترلاسه کولو خوښ شول او د یو بل پر وړاندې یې له هر ډول ستونزو جوړولو لاس واخېست، چې په همدې سره يې د خوشحالي ژوند پيل کړ.