په غور ولایت کې د ولسي یووالي او انسجام تر عنوان لاندې ستره غونډه جوړه شوه!

khoram2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۶:۴۹
د ثبات او انسجام غونډه

چهارشنبه ۲۴/۲/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري د غور په مرکز چغجران کې د اسلامي نظام ثبات، ولسي یووالي او انسجام په ستره ولسي غونډه کې د نشه یې توکو پر وړاندې مبارزه، ملي یووالی، د ولسي ستونزو او قومي شخړو د حل په برخه کې د ا.ا.ا هڅې بې سارې وبللې او ولسونو ته یې ډاډ ورکړ چې ژر ده د نړۍ هیوادونه به افغانستان په رسمیت وپېژني او اړوند ستونزې به هوارې شي. ولسي وګړو د ا.ا.ا لاسته راوړنې وستایلې زیاته یې کړه چې دوی د خپلې عقیدې او اسلامي مقدساتو د ساتنې لپاره د ا.ا.ا د مسؤلینو ترڅنګ درېدلي او د خپلو بچیانو په قربانۍ یې د نړۍ زبرځواکونه مات کړي. قومي مخورو په هیواد کې د اسلامي نظام په پایښت او امن خوښي وښوده، د غلا، چور، اختطاف او زور واکي ختمېدل یې د ا.ا.ا لاسته راوړنې وبللې. دوی له حکومت څخه د پراختیایي پروژو، سرکونو او کاري فرصتونو د ایجاد غوښتنه وکړه. په دغه غونډه کې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد خلکو ته په خبرو کې وویل چې د غربیانو په دروغو دي نه غولېږي، ځکه نن لله الحمد په هیواد کې امنیت دی، زور واکي نشته، وینه تویېدنه درېدلي او خلک د هیواد هرګوټ ته بې له کومه خطره تللی شي. نوموړي وویل: موږ او تاسې څلوېښت کاله د بې اتفاقۍ له وجهې په اورونو سوځېدلي یو اوس ددې وخت رارسېدلی چې په یوه کاسه او دسترخوان سره راټول شو. ښاغلي نوري وروسته په خپلو څرګندونو کې وویل چې د ا.ا.ا د مجاهدينو او ولسونو کارنامې د هېرلو نه دي، په خپلواکي کې د دوی ونډه بي ساري ده او نننۍ فتحه د افغانستان د ولسونو فتحه ده. هغه د جهاد په ټولو مرحلو کې د افغان قومونو برخه بې سارې یاده کړه او ویې ویل: نن چې په افغانستان کې یووالی راغلی، امنیت دی او ټول قومونه پر یوه ټغر را ټول دي دا د دې خلکو د سرښندونو پایله ده. د دغه وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني په خپلو خبرو کې اسلامي نظام د خلکو اړين ضرورت وباله او خلک يې د همدي نظام تر سيوري لاندي يووالي ته راوبلل. هغه د غور ولسونه مېړني خلک ياد کړل او ویې ويل چې غور یو تاریخي ولایت دی، ددې ولایت خلکو امپراطورۍ ماتې کړې او راتلونکو نسلونو ته یو زرین تاریخ او وېښه مفکوره پرې ايښې ده. د وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفیع الله ثاقب د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د تېر شل کلن اشغال قرباني یوازې د الله تعالی ﷻ د دین د اقامې په خاطر وې. هغه زیاته کړه: افغانانو نه غواړي چې په پردیو کلتورونو پسې ولاړ شي ځکه ناوړه دودونه او غربي کلتور په دین کې ځای نه لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu