په مسلکي معینیت کې د یو شمېر مؤسسو په اړه ناسته ترسره شوه

khoram_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۹:۱۶
خبر

٢٤/٨/١٤٤٥ ھ ق

په یاده ناسته کې د وزارت مسلکي معین مولوي احمد طه قادري، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین مولوي محمد علي جان احمد، د دعوت و ارشاد رئیس مفتي شفیع الله ثاقب، د پلان و پالیسي رئیس مولوي نیک محمد افغاني، د تکنالوجۍ رئیس قاري عبد المتین رحیمزي، رئیس دفتر ملا نیاز محمد تقي، د تدارکاتو رئیس مولوي حسین الله حضور درلود.

په ناسته کې ټولو مسولينو په هېواد کې د خصوصي او خارجي مؤسسو د فعالیت د ارزونې په اړه بيلابيل بحثونه تر سره کړل، ورپسې ښاغلي قادري هم په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د اسلامي امارت مسولين د اسلامي اصولو او قوانینو په چوکاټ کې د  مؤسساتو همکارۍ ته ژمن دي، او له دوی سره به د خپلو کاري استقامتونو له مخې هر ډول همکاري کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳
Background image

بلخ کې دوه مرورې کورنۍ سره پخلا شوې

 

دوشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په زارع ولسوالي کې دوه مرورې کورنې د خپلمنځي تاو ترېخوالي او ژورو جنجالونو کولو ورسته د مسؤلينو په دوامدارو کوششونو بېرته سره پخلا شوې او يو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))

 

شنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کوهستاناتو په سیمه کې له ولسونو سره د یووالي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu