دغزني ولایت له والي سره د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت هيئت ناسته تر سره کړه !

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۲ - ۶:۲۶
m

دوشنبه ۱۱/۱۱/۱۴۰۰ ھ ش

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو د همغږۍ رئيس محترم مولوي محمد اسماعيل او د داخلي تفتیش رئيس حاجي ملا نياز محمد (تقي) نن تر غرمې مخکې د غزني ولايت له والي محترم ملا محمد اسحاق اخندزاده سره د ولايت مقام په دفتر کي وکتل.

مولوي صاحب محمد اسماعيل له والي صاحب څخه د ليري پرتو او ولسواليو، قومونو اوکوچيانو د روغتيا، تعليم او بشري مرستو لپاره د ځانګړې توجه کولو هيله او غوښتنه وکړه.

ښاغلي ملا نياز محمد (تقي) د قومي شوراګانو د بيرته تشکيل، تنظيم او دغه راز د سرحونو او قبايلو له رئيس سره د ښې همغږۍ او همکاريو غوښتنه وکړه.

د غزني والي ملا محمد اسحاق اخندزاده د ښه راغلاست تر څنګ د غزني ميشتو قومونو په اړه معلومات ورکړل او د هر راز همکاري وعده يې وکړه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu