د افغانستان او ترکمنستان هېوادونو د لوړ پوړو پلاوو تر منځ د سرحدي ستونزو په اړه غونډه وشوه.

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲ - ۶:۱۰
ئ

په هغې غونډه کې، چې نن د روان ۱۴۰۰ لمريز کال د لېندۍ مياشتې په ۲مه نېټه د ترکمنستان په سرحدي ښارګوټې کې جوړه شوه، د افغانستان اسلامي امارت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مرستيال محترم مولوي ګل زرين کوچي د وزارت د مقام ددفتر رييس محترم شیخ حضرت ولي حقاني او ورسره مل پلاوي او د ترکمنستان هېواد د سرحداتو وزارت معين او لوړرتبه چارواکو برخه اخيستې وه.

په دې غونډه کې دواړو لورو د سرحدي ستونزو، د خلکو په تګ راتګ  کې د اسانتياوو د رامنځته کولو، د سرحدونو امنيتي چارو د بهبود او د ښه ګاونډيتوب د دوام په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې او دواړو پلاوو يو بل ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به هواروي او دوستانه اړیکې به لا پسې پراخوي او په بېلابېلو برخو کې به له يو بل سره بشپړه همکاري کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu