د هېواد زړور ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د مخالفینو پر وړاندې د جګړې توان لري او هغوی ته یې تل خپله مېړانه د جګړې په ډګر کې ثابته کړې ده

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۰:۳۲
mobta

یاد اصل ته په کتو د افغانستان اسلامي جمهوریت، ټول ولس، ښځې، نارینه، ځوانان او په ټوله کې د دې هېواد بېلابېل قشرونه باعزته سوله غواړي. زموږ غوښتنه او د افغان ولس غوښتنه داده، چې مخالفین دې پر اوربند تمرکز وکړي. بیا نو موږ باعزته سولې ته رسېدلای شو. او که دا ناوړه جګړه او وینې تویدنه بنده نشي موږ به دایمي سولې ته ونه رسېږو. دغه راز د سولې په برخه کې د افغان ولسمشر عملي هڅې د ستایلو دي. پر همدې بنسټ پنځه زره طالب بندیان افغان ولسمشر محمد اشرف غني له بند خونې څخه خوشې کړل. همدا راز د سولې مذاکراتي پلاوی د سولې خبرې په مخ وړي. دا سولې ته د دولت او ولسمشر پخه اراده او ژمنتیا ښایي. موږ هغه سوله غواړو چې په هغې کې د خلکو عزت، شل کلنې لاسته راوړنې د خویندو او وروڼو حقوق، ملي ارزښتونه او ملي بنسټونه خوندي وي. پر مخالفینو غږ کوم، چې وینه تویدنه بنده کړئ. د ښوونې او روزنې له مخنیوي څخه لاس واخلئ. دا خلک پرېږدئ چې د پرمختګ او انګشاف پر لور حرکت وکړي. د سولې کوم بهیر چې زموږ لخوا روان دی له نړیوالو اصولو سره برابر دی. تر دې مناسب انتخاب نه لرو. د ولسمشر منطق او قدم اخیستل د سولې لپاره مناسب اقدام دی. هر تصمیم چې نیول کېږي د مسوولیت په پام کې نیولو سره نیول کېږي. د سولې لپاره عملي کار روان دی د داسې سولې لپاره چې زموږ ټول ارزښتونه پکې خوندي شي. له ولسونو مې غوښتنه ده چې خپل غږ د سولې، اوربند او د شته نظام د بشپړ ملاتړ په پار اوچت کړي او سره منسجم شي. ځکه چې ستاسو ولسونو غږ، اراده، رول او پرېکړې ډېرې ګټورې دي. محب الله صمیم د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu