په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو سره کتنه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۹:۵۰
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلی محب الله صمیم نن له غرمې وروسته په ولسي جرګه کې د بدخشان او تخار ولایتونو د خلکو له استازو ښاغلي عبدالولي نیازي، ښاغلي عبدالروف انعامي او اغلې استاد نظیمې یوسفي بیک سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د خلکو استازو د خپلو سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګه د قومونو په یووالي او انسجام کې د وزارت رول مهم وګڼلو وې ویل: موږ به د خپلو خلکو د استازو په توګه د سرحدونو او قبایلو چارو له وزارت سره د قومونو د اړیکو په پراختیا، د ملي پروژو په تطبیق، د سولې او ثبات په برخه کې هڅو او همکارۍ ته ولسونه راوبولو او په دې برخه کې به خپلې هلې ځلې ونه سپموو.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم پخپلو خبرو کې د یادو استازو د هېوادني احساس څخه مننه وکړه، وې ویل: موږ د پتمنو قومونو د یووالي غوښتونکي یو او دا زموږ مسوولیت دی، چې د خپلو خلکو لپاره کار وکړو، ځکه چې ستاسو په شان استازي کولای، شي چې د ملت او دولت ترمنځ واټن را لنډ کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu