په دیني او عصري زده کړو د نویو ځوانانو سمبالول په اصل کې د اسلامي نظام د بقاء لپاره کار کول دي. مسلکي معين ښاغلى مولوي احمد طه قادري.

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۱ - ۱۴:۲۶
Mobta

پنچشنبه ١٢ ذوالقعدة الحرام ١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین مولوي احمد طه قادري د ياد وزارت له اړوندو ریاستونو سره د لېدنو کتنو په لړ کې نن د ښوونې او روزنې له رئیس او کارکونکو سره وکتل.

په یاده کتنه کې د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبدالرحمن رحماني، د وزارت اړوند د درې ګونو لېسو آمرینو او نورو کارکوونکو په مرکز او ولایتونو کې د تعلیمي مرکزونو د تدریسي ودانیو او د لیلیې د امکاناتو او اړتیاوو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل.

Mobta

 دوی په مرکز او ولایتونو کې له تعلیمي مرکزونو څخه څارنه، زده کوونکو ته د څښاک د پاکو اوبو برابرولو، هغوی ته د کانکور چمتوالي پروګرامونو، ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې په منظور د سیمینارونو او ورکشاپونو جوړول، په لېسو کې د روغتیایي کلینکونو مجهزول او د ولایتي لېسو د برېښنایي ستونزو د ترمیماتي چارو په اړه وړاندیزونه شریک کړل.

ورپسې مسلکي معین ښاغلي قادري د خپلو مسؤلیتونو په ترسره کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل: لکه څرنګه چې خلفاء راشدینو د اسلامي خلافتونو د بقاء او استمرار لپاره خپل مسؤلیتونه په صداقت تر سره کول موږ  هم باید د اسلامي نظام د بقاء او پایښت لپاره خپل مسؤلیتونه هېر نه کړو او ښه په غور یې تر سره کړو، خپل ځوانان په دیني او عصري زده کړو سمبال کړو تر څو په یوه سپېڅلې روحیه د هېواد او ولس د خدمت جوګه شي.

نوموړي زياته کړه چې یادې غوښتنې به د وزارت له مشرتابه سره د حل په موخه شریکې کړې او په دې برخه کې یې د هڅو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳
Background image

بلخ کې دوه مرورې کورنۍ سره پخلا شوې

 

دوشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په زارع ولسوالي کې دوه مرورې کورنې د خپلمنځي تاو ترېخوالي او ژورو جنجالونو کولو ورسته د مسؤلينو په دوامدارو کوششونو بېرته سره پخلا شوې او يو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))

 

شنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کوهستاناتو په سیمه کې له ولسونو سره د یووالي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu