په خوست کې د قبايلو له عالي لېسې څخه لېدنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۲ - ۶:۹
mobta

 د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست محترم ملا نورالله نوري په داسې حال کې چې د وزارت د عامه اړيکو او ښوونې او روزنې مسؤل محترم شيخ حضرت ولي حقاني هم ورسره ملګری و، خوست ولايت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن له غرمې وروسته د خوست د قبايلو له عالي لېسې څخه لېدنه وکړه!

 په دې کتنه لومړی د دغې لېسې يو شمېر زده کوونکو ښاغلي نوري ته ښه راغلاست ووايه او د درسي کتابونو د کمښت په ګډون يې خپلې يو لړ ستونزې د حل په موخه شريکې کړې. ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست محترم ملا نورالله نوري د زده کوونکو ستونزې پر ځای وبللې او زده کوونکو ته يې ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې هوارې کړي. ښاغلي نوري همداراز وویل: وزارت ژمن دی، چې د هېواد بچيانو ته د زده کړې مناسب چاپېريال برابر کړي، تر څو دوې وکولای شي په مناسب چاپيريال کې له اندېښنې پرته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu