ملت ته د حساب ورکونې په مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزارت کلنی راپور وړاندې شو

mobta_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۹ - ۲۱:۵۲
mobta

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په ملتیا د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپل یو کلن کاري فعالیتونه او کړنې له رسنیو سره شریک کړل. ښاغلي نوري په پیل کې یاد وزارت د افغانستان د اسلامي امارت په کابینه کې یو مهم وزارت یاد کړ او ویې ویل : دغه وزارت د امارت او ولس تر منځ د یوه ارتباطي پل حیثیت لري، د هېواد له ټولو درنو قومونو سره نږدې اړیکې لري او تر منځ یې د یووالي او پرمختګ لپاره کار کوي. هغه وویل: د تېر کال په اوږدو کې یاد وزارت د مرکز په شمول په ټولو ولایتونو کې (۳۴) جرګې جوړې کړې چې پر مهال یې د قومونو تر منځ په یووالي، همغږۍ، ملي شتمنیو او د سرحدونو په ساتنه ټینګار شوی. همدغه راز د یاد وزارت له لوري د دویمو واحدونو اړوند په ولایتونو کې (۵۶۷) قومي ناستې شوې دي، د بېلابېلو موضوعاتو سربېره (۱۳۰) لویي او شاوخوا( ۳۰۰ ) کوچنۍ شخړې حل شوې دي چې له امله یې (۶۹۱) کسان مړه او سلګونه نور ژوبل شوي وو. د یادو غونډو پر مهال د خلکو اورېدل شوې ستونزې د حل په موخه له رئیس الوزراء او اړوند ارګانونو سره شریکې شوې دي. د یادو ستونزو له جملې ۱۲۸ ستونزې د خلکو جدي اړتیا وه، چې له جملې یې ۲۸ غوښتنو ته رسېدګي شوې ده او پر پاتې نورو به یې هم کار پیل شي . نوموړي وویل: د وزارت اړوند ۱۰ تعلیمي مرکزونو ته ( ۱۰۳۹) تنه زده کوونکي جذب شوي او د زده کړو اسانتیاوې ورته برابرې شوې دي. ښاغلي نوري زیاته کړه د هیواد د سرحدونو د خوندیتوب او سرحدي کشف او پلټنې په موخه د هیواد (۱۰۹۹) کیلومتره سرحدي پولو او د ډیورنډ فرضي کرښې پلټنه ترسره شوې ده. ښاغلي نوري وویل چې کوچیانو ته یې د روغتیا او مالدارۍ په برخه کې د عامې روغتیا وزارت او نورو همکارو مؤسساتو سره په همغږۍ، اسانتیاوئ را منځته کړې او د هغوی ستونزې یې حل کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu