د کندهار د شاه‌ ولي کوټ او خاکرېز ولسوالیو له مشرانو سره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مرستیال لېدنه

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۳ - ۲۱:۴۱
 mobta

د کندهار د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مرستیال مولوي ندا محمد د دغه ولایت د شاه‌ولي کوټ او خاکرېز ولسوالیو له قومي مشرانو او علماوو سره وکتل. په همدې اړوند جوړې شوې غونډې ته د دغو ولسوالیو مشرانو او علماوو خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړې. دغو مشرانو په يادو ولسوالیو کې د ښوونځیو، کلنیکونو، او د ویجاړ شویو لارو د جوړولو غوښتنې ترڅنګ، د مرستو د عادلانه وېش او د قومي مشرانو په ټاکنه کې یې د ياد رياست د همکارۍ غوښتنه وکړه. د کندهار ولایت د سرحدنو، قومنو او قبایلو چارو ریاست مرستیال مولوي ندا محمد راغلو مشرانو ته د همکاریو ډاډ ورکړ شوو او وې‌ویل چې د دوې د ستونزو د حل لپاره به پوره هلې ځلې وکړي او د هغوی ستونزې به مسئولو مشرانو ته ورسوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳
Background image

بلخ کې دوه مرورې کورنۍ سره پخلا شوې

 

دوشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په زارع ولسوالي کې دوه مرورې کورنې د خپلمنځي تاو ترېخوالي او ژورو جنجالونو کولو ورسته د مسؤلينو په دوامدارو کوششونو بېرته سره پخلا شوې او يو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))

 

شنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کوهستاناتو په سیمه کې له ولسونو سره د یووالي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu