د ډېورند فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ملېشو له خوا غير قانوني کړنې او پوځي تحرکات بايد ودرول شي!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۸ - ۱۴:۳۲
وزارت سرحدات وقبایل

د پاکستاني ملېشو له خوا د کونړ ولايت د ناړې ولسوالى په مربوطاتو کې ناقانونه کړنې او پوځي تحرکات افغان پوله ساتې ځواکونه اړ کړي، تر څو پاکستاني ملېشو ته پوځي غبرګون وښيې او په پوره مېړانه د خپلې خاورې او ځمکنۍ بشپړتيا ساتنه وکړي.

پاکستان باید ژر تر ژره د ډیورند کرښې په اوږدو کې ناقانونه کړنې او پوځي تحرکات ودروي.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مشرتابه نن په وزارت کې د يوې ناستې په ترڅ کې د کونړ ولسوالۍ د ناړې ولسوالى په صفري نقطه کې د پاکستاني ملېشو پوځي تحرکات او ناقانونه کړنې وغندلې، د اوسنۍ جګړې د ژر بندېدو او د د يپلوماتيکو او نورو مناسبو لارو يې ددغو ستونزو د هوارېدو غوښتنه وکړه .
درنښت
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu