د پکتیکا ولایت له يو شمېر قومي مشرانو سره کتنه

mobta_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۳ - ۲۰:۲۳
mobta

شنبه۱۱ د شعبان المعظم١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري د پکتیکا ولایت برمل سرحدي ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د وزارت کنفرانسونو په تالار کې وکتل. قومي مشرانو غوښتنه درلوده چې د ډنګرلګډ سيمه چې پراخه جغرافيه لري او له مرکز څخه ډيره فاصله لري، په وينا يې بايد ياده سيمه په رسمي ډول په ولسوالۍ بدله شي، له زلزله ځپلو سره دې د کورونو په جوړولو کې مرسته وشي. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملانورالله نوري د یادو مشرانو ستونزې واوریدې او د حل په موخه یې د همکارۍ ژمنه وکړه وې ویل چې زموږ هڅه داده چې ستاسو ستونزې او غوښتنې له اړوندو ادارو سره شریکې کړو تر څو یې د حل په اړه پر وخت اقدام وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳
Background image

بلخ کې دوه مرورې کورنۍ سره پخلا شوې

 

دوشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په زارع ولسوالي کې دوه مرورې کورنې د خپلمنځي تاو ترېخوالي او ژورو جنجالونو کولو ورسته د مسؤلينو په دوامدارو کوششونو بېرته سره پخلا شوې او يو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))

 

شنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کوهستاناتو په سیمه کې له ولسونو سره د یووالي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu