د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د مربوطه ليسو د بنديدلو ادعا ګانې يوازي منفي تبليغات دي

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۱ - ۲۲:۱۵
Mobta

‏د رحمان بابا او خوشحال خان عالي ليسو د بنديدلو او يا په مدرسو د تبديلي خبر بې بنسټه دی او موږ يې په کلکه ردوو. ‏خوشحال خان ، رحمان بابا او پير محمد کاکړ عالي ليسې او بايزيد روښان انستيتوت په پلازمېنه کابل کې هغه تعليمي بنسټونه دي چي د هيواد په کچه شهرت لري او هر کال زرګونه شاګردان پکې زده کړې کوي، د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت به ددغو ښوونيزو بنسټونو د لا تقويې لپاره هڅې کوي او زده کونکو ته به د ښه تدريسي ماحول، مناسب خوراک او ارامې هستوګنې سهولتونه برابروي. ___________________ د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت

د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳
Background image

بلخ کې دوه مرورې کورنۍ سره پخلا شوې

 

دوشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په زارع ولسوالي کې دوه مرورې کورنې د خپلمنځي تاو ترېخوالي او ژورو جنجالونو کولو ورسته د مسؤلينو په دوامدارو کوششونو بېرته سره پخلا شوې او يو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))

 

شنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کوهستاناتو په سیمه کې له ولسونو سره د یووالي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu