د دیني تدریس شویو زده کړو د از موینې پایلې اعلان شوې
شنبه ٢٧ربيع الثاني ١٤٤٥
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست چې څو ورځې وړاندې د یاد وزارت له کارکوونکو څخه د دیني تدریس شویو زده کړو از موینه اخیستې وه پایلې یې نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې اعلان کړې.
په یادو مراسمو کې د دعوت او ار شاد عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث محمد هاشم شهید رو، د وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي شفیع الله ثاقب او د وزارت یو شمېر مسولينو او کارکوونکو ګډون کړی وو.
مراسم د عظیم الشان قران د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شول
ورپسې د دعوت او ارشاد عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث محمد هاشم شهیدرو د په وزارتونو کې دعوت او ارشاد د ریاستونو په موخو او د دیني زده کړې په ارزښت خبرې وکړې ویې ویل چې په دیني احکامو او دیني مسایلو پوهېدل یوه مهمه اړتیا ده موخه همدا ده چې خلک له ګناهونو عبادت ته دعوت شي. دغه راز یې د دعوت او ارشاد مؤظفینو له زحمت او زیار څخه مننه وکړه او کار کووونکو ته یې په هر برخه کې د زده کړې توفیق وغوښت.
ورپسې د مقام دفتر رئیس ښاغلي مولوي ملا نیازمحمد تقي پخپلو خبرو کې اسلامي امارت د الله ج نعمت او رحمت یاد کړ ویې ویل لکه څنګه اسلامي امارت په مادي لحاظ د هېواد او خلکو د ابادۍ هڅې کوي دغه راز په معنوي لحاظ هم دا هڅې پياوړې ساتلي . نوموړي ټینګار یې وکړ چې کارکوونکي دې له دغه فرصت څخه چې ورته مساعد شوی لوړه ګټه پورته کړی.
په پاي کې د وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي شفيع الله ثاقب په دیني زده کړه کې د کارکوونکو له هڅو مننه وکړه او خوښي یې څرګنده کړه. او د یادې دیني از موینې پرممتازو کارکوونکو یې په پام کې نیول شوې ډالۍ ووېشلې او دوی ته یې د الله ج له دربار څخه د توفیق دعا وکړه.
