د ترکيې او افغانستان اړيکې له ۴۰۰۰ کلونو اوړي !

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۳ - ۱۰:۴۲
mobta

دغه خبره په کابل کې د دوست هېواد ترکیې سفير ددغه هېواد د خپلواکۍ د شپږنويمې کلیزې په هغې لمانځغونډه کې، چې د افغانستان دولتي چارواکو، سیاستوالو، د پارلمان غړو او یو شمېر نارینه او ښځینه مېلمنو هم ګډون کړی و، څرګنده کړه.

دلته د ترکیې سفیر په داسې حال، چې په ترکیه کې د جمهوریت د اعلام په اړه خبرې کولې ورسره جوخت یې د افغانستان او ترکيې تر منځ په تاریخي اړیکو ډېر تمرکز درلود.

ښاغلي سفیر وویل: چې افغانستان د ترک ملک په زړونو کې ځانګړې ځای لري، د ترکيې د خپلواکۍ په اخیستلو کې د افغانانو د سرښندنو تاریخ ۴۰۰۰ زره کلونه په برکې نیسي.

له باکو وروسته افغانستان هغه هېواد و، چې ترکیې په ۱۹۲۵ م کال کې خپله سیاسي نماینده ګې پکې پرانیستله او په ۱۹۲۱ م کې افغانستان لومړی هېواد و، چې د انقرې حکومت یې په رسمیت وپېژندلو. او د اتفاق په نوم یې ورسره تفاهم لیک لاسلیک کړ.

همدا راز په ۱۹۲۸ م کال د علیحضرت امان الله خان لومړني سفر ته، چې ترکیې ته یې د لومړنۍ بهرنۍ پاچا په توګه درلود اشاره وشوه او په تخنیکي برخه کې د یو تفاهم لیک د لاسلیک کولو خبره وکړه. د دواړو هېوادونو په تاریخي پس منظر، اړیکو د ارزښت، د ترکیې هېواد له خوا په بېلابېلو برخو کې د افغانستان سره د تیرو او راتلونکو همکاریو او مرستو په اړه معلومات وړاندې کړل او د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

همدا راز ترکيه په پام کې لري، چې له افغانستان څخه د خپل ملاتړ په دوام په کابل کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي په نامه د افغان - ترک ښځينه پوهنتون هم جوړ کړي، چې په دې اړه خبرې روانې دي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هم له افغانستان سره د ترکیې هېواد مرستې او همکارۍ ګټورې بولي او د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو په پراختیا ټینګار کوي او ددغه هېواد له مرستو مننه کوي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu