بغلان ولایت ته د افغانستان د اسلامي امارت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست محترم ملانورالله نوري او ورسره مل پلاوې سفر !

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۱ - ۶:۵۴

د افغانستان د اسلامي امارت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ښاغلي ملانورالله نوري په داسې حال کې، چې د وزارت مقام د دفتر ریاست سرپرست  محترم شیخ حضرت ولي حقاني او د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس هم ورسره مل وو، نن له غرمې مخکې د روان ۱۴۰۰ کال د تلې  میاشتې په ۳۰مه نېټه  بغلان  ته د خپل رسمي سفر په لومړۍ ورځ ددغه ولايت د مرکز او بېلابېلو ولسواليو له يو شمېر قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځوانانو سره ډ پلخمري ښار د ولايتي شورا د کنفرانسونو په تالار کې وکتل او په مختلفو برخو کي يې د هغوی ستونزې واوريدې.

 

په دې کتنه کې لومړی د بغلان ولايت د سرحدونو او قبایلو چارو  آمر ښاغلي عبدالقهار قانع، ښاغلي نوري او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د غونډی اهداف او اجندا يې بيان کړه.

ورپسې څو تنو قومي مشرانو او مخورو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او بغلان ته يې  د سرحدونو او قبایلو چارو وزير او مل پلاوي سفر له ارزښته ډک وباله.

نوموړو له اسلامي نظام څخه د ملاتړ څرګندولو په ترڅ کې خپلې يو یو لړ سيمه ييزې  ستونزې د حل په موخه ورسره شریکې کړي.

ورپسې دسرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ښاغلي ملا نورالله نوري په خپلو خبرو کې بغلان ولايت ته د خپل رسمي سفر په اړه رڼا واچوله زياته يې کړه: خوشاله يم چې نن د بغلان له هغه  زړور او مجاهد ملت سره، چې د اشغال په پاې ته رسولو او افغانستان د ازادۍ په ترلاسه کولو کې يې مجاهدت او په دې لار کې يې بې شمېره قربانۍ ورکړي دي، له نږدې ګورم او ستونزې يې اورم.

ښاغلي نوري دغه راز نوموړو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د وزارت د شته امکاناتو په چوکاټ کې حل کړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د خپلو خبرو په دوام وويل: افغانان خپلو اساسي  موخو ته، چې هغه له اشغال څخه د افغانستان خلاصول او په پایله کې یې د اسلامي نظام ټينګښت و، چې په دې کې ټولو هېوادوالو ونډه اخيستې او پر  دغه بريا ټول افغانان وغواړي.

 

وروسته د وزارت د مقام ددفتر رييس محترم شیخ حضرت ولي حقاني خبرې وکړې زياته يې کړه: الله پاک پر موږ او تاسو لويه پېرزوينه او لورينه کړې، چې په خپل نصرت سره يې زموږ په هېواد کې اسلامي نظام ټينګ کړ، اوس پر موږ ده، چې ددغه عظيم نعمت کفران ونه کړو،  شکر وباسو او د خپل اسلامي او شرعي نظام ساتنه او پالنه وکړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu