وزارت د هېواد د ټولو قومونو او قبایلو ګډ کور دی!
دغه خبره د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن د روان کال د وږي میاشتې په ۲۹مه نېټه د هېواد له بیلابېلو ولایتونو د خلکو له استازو، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له کمېشنرانو آغلې حوا علم نورستانۍ، ښاغلي مل صاحب، حبيب الله دانش یار، قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو، ټولنیزو فعالانو، علمي او فرهنګي شخصیتونو سره په کتنه کې وکړه.
په یاده کتنه کې، چې د وزارت مالي او اداري معین ښاغلی شجاع الملک جلاله خان او د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئيس ښاغلی نیاز محمد امیري هم حاضروو، ښاغلي محب الله صمیم وویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ستاسو مشرانو او مخورو په خدمت کې دی او تاسو کولاې شئ هر وخت وزارت ته چې ستاسو کور دی راشئ موږ له تاسو سره یوځای ملي ګټو ته پاملرنه کوو، افغانان باید ترهرڅه نه مخکې ملي ارزښتونو او ملي ګټو ته ژمن واوسي.
ورپسې د غونډې ټولو معززو برخه والو ښاغلي صمیم ته د مبارکي ویلو ترڅنګ نوموړی د هېواد یو تجربه لرونکی او ژمن کدر وباله او د وزارت له پروګرامونو څخه یې د ملاتړ څرګندولو په ترڅ کې د هرډول همکاریو ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې راغلو مشرانو د عزت پګړۍ هم ښاغلي محب الله صمیم ته ورپه سر کړه.
