د غزني ولايت له سلاکارې او ښځينه فعالانو سره کتنه!

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۷ - ۱۰:۴۸
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محب الله صميم نن له غرمې وروسته غزني ولايت ته د رسمي سفر په دويمه ورځ د ياد ولايت له سلاکارې اغلې ډاکټرې آمنې حکيمي، د واغز ځوانانو شورا استازې اغلې نظيفې صالح او نورو ښځينه فعالينو سره وکتل!

په پیل کې يادو فعالينو غزني ولايت ته د سرحدونو او قبايلو چارو وزير د سفر هرکلى وکړ، چې دلته راغلى او د دوى ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه له نږدې اوري او د حل په موخ يې له اړوندو مقاماتو سره شريکوي.

دغه راز يې د ښځينه فعالينو او کارکوونکو په فعاليتونو او کړنو رڼا واچوله او له موجوده نظام څخه يې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صميم خبرې وکړې او د افغان مېرمنو شهامت ته يې په اشارې سره وويل : بشپړ باور لرم، چې تاسو مېرمنو د تل په څېر د خپلو وروڼو سره يو ځاى د دې خاورې او نظام دفاع او ساتنه کړې او تل به يې کوی.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير زياته کړه موجوده نظام مو‌ په ملي او نړيواله کچه ملاتړي لري او هم په دې برخه کې اجماع رامنځته شوې، تاسو ته ډاډ درکوم چې د غزني امنيتي وضعيت به لاښه کېږي او خلکو ته به د ژوندانه ټول سهولتونه برابريږي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu