په ننګرهار ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ دوښمني حل شوه

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۱:۱۶
خبر

۲۳/۶/۱۴۴۵
د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې په سر را منځته شوې شخړه حل او په دوستي بدله شوه. 

د دغې غونډې په جریان کې د یادې ولسوالۍ د علماوو شورا رئیس مولوي زر معصوم حاضرینو ته وینا وکړه خلک یې اصلاح ته راوبلل او د قومونونو تر منځ د یووالي راوستلو په برخه کې یې د اسلامی امارت پالیسی وستایله.

 دغونډې په پای کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس حافظ رحمت الله غازي عمر د عالیقدر امير المومنين حفظه الله لخوا د عمومي عفوې فواید بیان کړل او په خپله وینا کې یې وویل: تاسي هر یو زما استازي یاست هرې هغې کورنۍ او قوم ته ورشئ چې ستونزې او دښمنۍ لري . نوموړي راغلیو قومي مخوور ته ډاډ ورکړ چې د خلکو تر منځ د یووالي د استحدام په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu