په بامیانو ولایت کې د شخړو د حل کمیسیون د تېر کال په اوږدو کې ۳۸ شخړې حل کړې دي

mobta_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۳ - ۲۰:۴۶
Mobta

۲۷/۱/۱۴۴۵

د بامیانو او میدان وردګو ولایت قومي مشرانو او د شخړ و د حل کمیسیون غړو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري او د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس مولوي ګل زرین کوچي سره د یاد وزارت د غونډو په تالار کې وکتل. په دغه کتنه کې راغلیو مشرانو د وزارت له ټولو کارونو څخه خوښي څرګنده کړه او په یاد ولایت کې د کوچي او هزاره قومونو تر منځ د ښې همغږۍ د رامنځته کولو غوښتونکي شول. دوی وویل چې یادو قومي مشرانو او د شخړو د حل کمیسیون په تېر کال کې د خلکو تر منځ ۳۸ لویې او وړې شخړې حل کړې دي او د خلکو تر منځ یې د یووالي او ورورولۍ په را منځته کولو کې چټک کار کړی دی. ورپسې سرپرست وزیر ښاغلي نوري او د کوچیانو لوی رئیس ښاغلي کوچي د راغلیو مشرانو هڅې وستایلې او دوی ته یې د ښه راغلاست تر څنګ وویل: موږ په څو ولایتونو کې د منازعاتو د حل په موخه کمیسیونونه جوړ کړي چې په دې برخه کې یې مؤثر کار کړی او خلک ورڅخه راضي دي. سرپرست وزیر زیاته کړه : زموږ هیواد د ۲۰ کلونو ناخوالو ځپلی ده او په ټولو ولایتونو کې مو د همدې ناخوالو له کبله ډېرې ستونزې را پاتې شوې چې موږ یې د حل په برخه کې پوره پاملرنه کړې ده. هغه وویل: موږ د خلکو تر منځ شخړې حل کړې دي او د هغوی ستونزې مو د حل په موخه له رئیس الوزراء او نورو اړوند ارګانونو سره شریکې کړې دي. ښاغلي نوري وویل: که چیرته موږ او تاسې یوبل برداشت کړو او له زغم څخه کار واخلو هیڅوک به مو یووالي ته زیان ونه رسوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

په فارياب، زابل، سمنګان او کاپيسا ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډې

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د شریعت د احکامو د نفاذ، یووالي او همغږۍ په موخه دا ځل د فارياب ولايت په لولاش او بندر ولسوالي، د زابل ولايت. . .

BACK TO NEWS

User account menu