په افغانستان کې د ناروې هېواد د خیریه بنسټ له چارواکو سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۵ مه نېټه د افغانستان لپاره د ناروې هېواد د هئیت د دفتر له مسؤلینو آغلې استریت او پاتري شاه، ښاغلي حاجي عزت الله او طاهر حساس سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د بنسټ چارواکو په خوست ولایت کې د وزیرستان د بې ځایه شویو ګډوالو د ستونزو، حل لارو او د ښه چاپیریال د رامنځته کولو په اړه بحث او خبرې وکړې او د خپلو تلپاتو همکاریو ډاډ يې څرګند کړ.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي د یادو مسؤلینو له راتګ څخه مننه وکړه او د وزیرستان د بې ځایه شویو ګډوالو ستونزې یې د دوی سره د حل په موخه شریکې کړې وې ویل: ناروې هېواد تل په افغانستان کې د بې ځایه شویو ګډوالو ستونزو ته پر وخت رسیدنه او همکاري کړې، چې په دې برخه کې د دوی د هلو ځلو قدرداني کوو.
همدا راز ښاغلي احمدزي د یاد هېواد د خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د نورو همکاریو په دوام دې د وزیرستان د بې ځایه شو ګډوالو سره هم په بېلابېلو برخو کې خپله مرسته او همکاري ونه سپموي.