موږ د خلکو استازو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او ځوانانو په همکارۍ کولای شو د خپلو خلکو ترمنځ یووالی لاپیاوړی او شته ستونزو ته حل لارې پیدا کړو!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۸:۳۹
mobta

 

دغه خبره د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن پنجشنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې پر ۳ مه نېټه په ولسي جرګه کې د سرپل ولایت د خلکو له استازي ښاغلي سعید حیات الله حلیمي، د احمدزیو د سرتاسري شورا له مشر ښاغلي حاجي زمري احمدزي، د غزني ولایتي شورا غړي ښاغلي عبدالجامع جامع او د نوور بېلابېلو قومي مشرانو او مدني فعالانو سره د کتنې په ترڅ کې څرګنده کړه.

په دې کتنه کې، چې د وزارت مسلکي معین ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزی، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلی الحاج محمد یعقوب احمدزی، مالي او اداري معین ښاغلی شجاع الملک جلاله خان، د سرحدي څېړنو معین ښاغلی ډاکټر محمد آصف قاضي زاد او د بشري زېرمو رئيس ښاغلی محمد یاسین پکتین هم حاضروو، راغلو مشرانو د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر د ټاکل کېدو په توګه ښاغلي محب الله صمیم ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ خپلې یو لړ سیمه ییزو ستونزې د حل په موخه شریکې او له وزارت سره یې د خپلو تلپاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

همدا راز نوموړو د موجوده نظام څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند او په ملي یووالي یې ټینګار وکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د یادو مشرانو او ځوانانو له راتګ څخه مننه وکړه او د دوی ستونزې یې پر ځای وبللې وې ویل: د سرحدون او قبایلو چارو وزارت د ملت او دولت ترمنځ د یوپل حیثیت لري یعني په دې معنا چې ستاسو ستونزې به راټولوم او تر لوړپوړ چارواکو به یې رسوم، چې په دې برخو کې ستاسو همکاریو ته هم اړتیا لرم، ترڅو د خپلو سیمو ستونزې راسره شریکې کړې.

دغه راز نوموړي د ملي یووالي، د سولې په ټینګښت د ملي پروژو په پلي کولو کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو، مخورو او ځوانانو هڅې د ستاینې وړ وبللې او په ګډو هلو ځلو یې ټینګار وکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu