له کوچي قومي مشرانو سره ناسته

khoram_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۵ - ۱۱:۵۲
خبر

۳\۷\۱۴۴۵
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معين ښاغلي مولوي محمد اسماعيل غزنوي دکابل ولايت له يو شمير کوچي قومي مشرانو سره د کنفرانسونو په تالار کي ناسته تر سره کړه.


په دې ناسته کي چي پر مهال يې د کوچيانو چارو د سمون عمومي رئيس مولوي ګل زرين کوچي هم شتون درلود. لومړى د کوچي قومونو په نمايندګي يو څو تنو  لنډې خبرې وکړې او د څړځايونو او ځمکو په برخه کې یې د کوچيانو شته ستونزې شريکې کړې.

ورپسي د سرحدي برسيو معين ښاغلي غزنوي مشرانو ته د ښه راغلاست ويلو تر څنگ يې  وزارت د دوئ د ستونزو دحل مهمه مرجع وبلله  زياته يې کړه چې تاسو هر کله کولای شئ خپلې ستونزې راسره شریکي کړئ.
نوموړى دغه راز  د شریعت او اسلامي امارت د چارو په چوکاټ کې د يادو قومي مشرانو سره همکاران خپل مسوليت وگڼه زياته يې کړه چې  ستاسو ستونزې به له اړوند اورگانو سره د حل په موخه شريکوه تر څو يې په اړه جدې اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴
Background image

لغمان کې د ۴۰ کلنې بدي ترڅنګ جوزجان کې ۱۵ کلنه او پروان کې ۸ کلنه شخړه حل شوه

 

سه شنبه ۲۵ جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر مولوی نورالهادي چپاو په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځايې خلکو په منځګړيتوب د دوو کورنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu