د وزارت اړوندو لېسو اداري او تدريسي وضعيت وڅېړل شو!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۲ - ۱۱:۱۶
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين ښاغلې ډاکټر فریدون بارکزي په داسې حال کې، چې د مقام د دفتر رئیس ښاغلى نورآقا ناصري، د ښوونې او روزنې رياست وارسي کوونکى ښاغلى جمال الدین زاهد، د مالي او حسابي رياست وارسي کوونکى ښاغلى حميدالله بارکزى او د وزارت اړوندو لېسو امرين هم حاضر و، د يوې غونډې په ترڅ کې د وزارت اړوندو لېسو وضعيت وڅېړه.

په دې کتنه کې لومړى د لېسو آمرينو په بېلابېلو برخو کې هر اړخېز معلومات وړاندې کړل او يو لړ ستونزې يې شريکې کړې.

ورپسې ښاغلې مسلکي مرستيال د وزارت له خوا په لېسو کې ژورو اصلاحاتو راوستو ته په اشارې سره وويل: وزارت ژمن دى، چې د اصلاحاتو د تطبيقولو لړۍ روانه وساتي، نوموړي اړوندو ريسانو ته لارښوونه وکړه، چې د لېسو ستونزو ته رسیده ګي وشي او پر وخت غوره خدمات وړاندې شي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د سیاسي چارو له شنونکو، متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل

پنج شنبه /٢٢/شوال/۱۴۴۷

تېره ورځ له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

ارزګان کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

چهارشنبه ۲۱ شوال المکرم  ۱۴۴۷ 

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرې څه مودې څخه راپدېخوا د ځمکو د کروندې په سر خپل منځي جنجالونه روان وو، چې د ارزګان د سرحدونو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

BACK TO NEWS

User account menu