د هېواد له یو شمېر مخورو او سوداګرو سره کتنه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۸:۵۲
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلی محب الله صمیم نن د خپل کار په دفتر کې د افغانستان له یوشمېر مخورو او سودا ګرو ښاغلي حمید الله نوري او ښاغلی عبدالبصیرسویدا او ملګرو سره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د وزارت مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله خان هم حاضر و، یادو مخورو او سوداګرو ښاغلي صمیم ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ خپلې یو لړ قومي، سوداګریزې او سیمه ییزې ستونزې د حل په موخه شریکې او د موجوده نظام څخه یې بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د دوې د راتګ له امله خوښي څرګندولو په ترڅ کې ددوې له ملي احساس او هېواد پالنې څخه د مننې په ترڅ کې دوې ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو چارواکو سره شریکې کړي

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu