د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير د خوست ولايت د شيخ زايد پوهنتون څخه ليدنه ترسره کړه

mobta-af
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳ - ۱۷:۵۸
mobta

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير محترم ملا نورالله نوري خوست ولايت د رسمي سفر پر مهال د خوست ولايت له پوهنتون څخه ليدنه وکړه او د پوهنتون استادانو او محصلینو ته يې لنډه وينا وکړه. ښاغلي نوري پخپله وينا کي وويل چي د نظام د بقا او تقويې لپاره د ديني زده کړو تر څنګ عصري زده کړې خورا اړينې دي او اسلامي امارت د ټولو تعليمي بنسټونو د تقويې لپاره جدي او ژمن دی. اسلامي نظام نه د ملا او طالب دی نه د انجنير، ډاکټر او دهقان بلکه اسلامي نظام د نړۍ پر سر د هر مسلمان وګړي وجيبه ده چي د اسلامي نظام د راوستلو هڅې وکړي. د اسلامي نظام يوه برخه د خدماتو عرضه کول او قوي اقتصاد رامنځته کول دي، ددې لپاره چي اسلامي نظام ښه تقويه او ټولې برخې يې تکمیل شوي وي نو په کار ده چي عصري زده کړې په اسلامي او عقيدوي چاپيريال کي ترسره کړو. اسلامي امارت به د هيواد ټولو بچيانو ته د هيواد دننه دمعياري زده کړو زمينه مساعده کړي. ښاغلي ملا نورالله «نوري» له محصلينو وغوښتل چي ټول هاند او هڅه وکړي چي خپلې لوړې زده کړې په ښه ډول سرته ورسوي په وينا يې د هيواد راتلونکی د همدې ځوانانو په لاسونو کي دی بايد د هيواد روښانه راتلونکی پخپله ترسيم کړي. د خوست ولايت شيخ زايد پوهنتون رئيس انجينير همايون معاويه د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ته ښه راغلاست ووايه او مننه يې وکړه چي د پوهنتون استادانو او محصلینو ته يې په خپل راتګ سره روحيه وبښله. ښاغلي نوري د پوهنتون د يو شمير استادانو په ملتيا د پوهنتون له بيلابيلو پوهنځيو څخه ليدنه هم تر سره کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

زابل کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه حل او سوله ييز ژوند يې غوره کړه

شنبه ۲ محرم الحرام ۱۴۴۷ د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي سپين ږيرو علماوو او اسلامي امارت د ځينو استازو په همکارۍ د دغه ولايت په شهري صفا ولسوالۍ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۲:۵
Background image

بادغیس کې د دوو قومونو ترمنځ ۷۰ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

بادغیس کې د دوو قومونو ترمنځ ۷۰ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

شنبه ۲محرم الحرام ۱۴۴۷

د بادغیس ولایت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د څو لسيزو اوږد مهاله حقوقي شخړه، چې ژور قومي اختلافات يې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۸:۴۷
Background image

ننګرهار کې ۱۳ کلنه، ارزګان کې يو کلنه او جوزجان کې هم یوه شخړه حل شوه

سه شنبه۲۷ ذوالحجه ۱۴۴۶

د ننګرهار ولايت سپين غر ولسوالۍ په مامند سيمه کې د يوه کس د وژنې له امله هغه راپورته شوې ۱۳ کلنه شخړه حل شوه، چې د دواړو کورنيو ترمنځ يې اوږدې ستونزې را ولاړې. . .

BACK TO NEWS

User account menu