د جلالتماب ولسمشر لومړۍ مرستیال له نني ترهګریز برید څخه روغ وتلې دی!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۱۴:۱۴
mobta

 

د هېواد او خلکو دښمنانو نن سهار د کابل تایمني سیمه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د موټرو په کاروان ترهګریز برید وکړ، چې له امله یې زموږ یو شمېر بېګناه هېواد وال شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شوي دی خو ښاغلي صالح ته کوم زیان نه دې اوښتې.

په داسې حال کې چې د سولې خبرو اترو او پروسې لپاره تیاری نیول کیږي دغه شان ترهګریز بریدونه کولای د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ کړي

ترهګر باید په دې پوه شي چې ددغه شان بریدونو په ترسره کولو سره به هیڅکله هم خپلو شومو موخو ته ونه رسيږي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په داسې حال کې، چې دغه شان کرغېړن برید په کلکه غندي او هغه د سولې پروسې په زیان بولي د پېښې شهیدانو ته فردوس جنت، ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.

درنښت

محمد شفیق ګل آغا شېرزی

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu