بلخ کې د ۱۵ کلنې شخړې ترڅنګ يوه بله ۵ کلنه شخړه هم هواره شوه

يکشنبه ۳ محرم الحرام۱۴۴۶
د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي سردار محمد محمدي په لارښوونو د قومي مشرانو او اسلامي امارت منسوبينو د هڅو په نتيجه کې په ياد ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځينو حقوقي جنجالونو له امله شاوخوا ۱۵ کلنه بدي په دوستي بدله او طرفينو د ورورۍ لاسونه سره ورکړل.
په ورته مهال د همدې ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې هم د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۵ کلونو پخوانۍ شخړه د ياد رياست د مسؤلينو لخوا په سوله ييزه توګه حل شوه او دواړو لوريو خوښي وښوده.
د دغو شخړو پرمهال ټولو خواوو ته د لويو مالي تاوانونه برسيره يو لړ اختلافات هم موجود وو، چې د ښکېلو لوریو ژوند يې تريخ کړی وو په همدې موخه مسؤلينو دواړه شخړې تعقيب کړې او د حل په موخه يې عملي ګامونه واخيستل