دلوګر ولایت دسرحدونو اوقبایلو چارو ریاست کې د بلوڅو او پښتنو د پیوستون ورځ ولمانځل شوه.

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۱۰:۵۱
mobta

 :

د لوګر ولایت دبیلابیلو سیمو ګڼو قومي مشرانو، متنفذینو، علماو او ځوانانو د بلوڅو او پښتنو د پیوستون ورځ د يوې جرګۍ په ترڅ کې د لوګر ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د جرګو په تالار کې ولمانځله.

په دې غونډه کې د لوګر ولایت د سرحدونو اوقبایلو چارو رئيس استاد فضل معبود دانش، ګڼو قومي مشرانو او علماوو ګډون کړی وو،

په لومړي سرکې د سرحدونو او قبایلو چارو رئيس استاد فضل «دانش» قومي مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او بیایې د بلوڅو او پښتنو داړیکو دمخینې، تاریخي شالید، دود، ورورګلوۍ، اتحاد، اړیکو او کلتور په اړه هر اړخیزې خبري وکړې، دا ورځ یې یوه ملي ورځ وبلله او د دې ورځې لمانځل یې د ملي روحیې یووالي او اتحاد سمبول یاد کړ، ویې ویل نور قومونه هم زموږ وروڼه قومونه دي، دوی باید داحس نه کړي چې ولې دا ورځ یوازې د پښتنو او بلوڅو قومونو په نوم لمانځل کیږي، د دې علت یې دا یاد کړ، چې یاد قومونه دکرښې دواړو لورو ته پراته دي نو ځکه یې اړیکو ته کتنه کیږي، او ورځ یې په نوم لمانځل کیږي، ده زیاته کړه ټول قومونه چې په ګران هېواد افغانستان کې مېشت دي یو د بل وروڼه دي، اسلام موږ له قومیت او توکم پالنې څخه منع کړې یو!

ورپسې د قومونو په استازیتوب ملک سید رسول احمدزي د دې ورځې په ارزښت خبرې وکړې او یاده یې کړه یووالی او اتحاد د ټولو قومونو ترمنځ ورورګلوي لا قوي کوي او یوبل ته یې نږدې کوي.

ورپسې بل قومي مشر ډاکټر محمد صابر هم هر اړخیزې خبرې وکړې، ټول قومونه یې وروڼه وبلل او د یوالی غږ یې پرې وکړ، ورپسې بل قومي مشر معلم یارمحمد هم دقومونو په یووالي او اتحاد ټینګار وکړ، یاده یې کړه موږ پنځه زره کلن تاریخ لرو، خو د پنځوس کلن تاریخ لرونکو هېوادونو تر اغیز لاندې او اړ یو د دې ستر لامل یې دقومونو ترمینځ بې اتفاقي یاده کړه.

غونډه په دعا پای ته ورسېده

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu