د هېواد علمي، فرهنګي او سیاسي شخصیت ارواښاد اکاډمیسن سلیمان لایق پاک روح ته دعا وشوه.

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۹:۲۹
mobta

د هېواد علمي، فرهنګي او سیاسي شخصیت اکاډمیسن سلیمان لایق، چې تېر کال د کابل د ششدرک په سیمه کې د یوې چاودنې له امله ټپي شوی و ، د روان لمریز کال د زمري میاشتې پر ۱۰ مه نېټه دهمدغو ټپونو له امله د المان هېواد په یوروغتون کې ځان حق ته وسپارلو.

انا لله و انا الیه راجعون

د ارواښاد جنازه پرون کابل ته راورسېده او د هېواد د فرهنګیانو او د ارواښاد د مینه والو له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د شهید محمد داوود خان څلوسوه بستریز روغتون ته ولېږدول شوه.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د محترم مشرتابه په استازېتوب د مقام د دفتر رئيس، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس ، د تحقیق او مطالعاتو رئيس، د معلوماتي ټکنالوژۍ رئيس د وزارت ارشدمالي سلاکار، آمرینو او یو شمېر کارکوونکو هم نن د درناوې په دغو مراسمو کې برخه واخیسته او د هغه کورنۍ غړو ته يې د وزارت د محترم مشرتابه د ژورخپګان او غمشریکۍ مراتب څرګند کړل. اروښاد ته یې د الله ج له دربار څخه د مغفرت او بخښنې، کورنۍ، دوستانو او د هېواد علمي او فرهنګي سترې کورنۍ غړو ته یې ته د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې اروښاد سلیمان لایق د هېواد سره بې کچه مینه درلوده، په علمي او فرهنګي ډګر کې یې ښه فعال خدمتونه د درناوي وړ او لیکلي اثار یې زموږ د هېواد د علمي او فرهنګي شتمنۍ په بډاینه کې ځانته ارزښت لري سربېره پر دې ارواښاد سلیمان لایق د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر هم تېر شوی او د یاد وزارت سره یې د علمي بورد په برخه کې فرهنګي همکار پاتې شوی وه، چې مړینه یې د هېواد په سیاسي او علمي برخه کې لویه ضایعه ده.

ارواح دې ښاده او یاد دې تلپاتې وي

 

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu