د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له نوی ټاکل شوي رئيس سره لیدنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۸ - ۸:۵۷
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزي نن د سيمه ايزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له مشر ښاغلي شميم خان کټوازي سره وکتل او د محلي ادارو د پياوړتيا او پراختيا په برخو کې يې ورسره د قومي مشرانو د رول او اغېزمنتيا په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ښاغلي شېرزي نوي ټاکل شوي رئيس ته د مبارکۍ څرګندولو ترڅنګ هغه د هېواد تکړه کدر او ژمن شخصيت وباله او د وياړ پګړۍ يې ورپه سر کړه.

په مقابل کې ښاغلي کټوازي له محترم شېرزي څخه مننه وکړه او د محلي ادارو په پياوړتيا کې يې د قومي مشرانو او مخورو رول اړين او ارزښتمن وباله .

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu