ننګرهار ولايت ته د سرحدونو او قبايلو چارو د وزير سفر!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۲ - ۱۱:۵
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محمد شفيق ګل آغا شېرزي نن، په داسې حال کې يو شمېر چارواکو او قومي مشرانو يې ملتيا کوله، د ننګرهار ولایت د خپل سفر په لړ کې له بېلابېلو مشرانو، متنفذینو، علماو، ځوانانو او بېلابېلو اقشارو له استازو سره په جوړه شويو غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

ښاغلى شېرزي دغه راز د خپل سفر په ترڅ کې د ملي شورا د مشرانو جرګې مشر محترم فضل هادي مسلميار کورته تشريف يوړ او د هغه د مور بي بي پاک روح ته يې دعا وکړه او د خپلې خواخوږۍ مراتب يې څرګند کړل.

وروسته د سرحدونو او قبايلو چارو محترم وزير، د قومي مشر ارواښاد شيخ حاجي عبدالکريم د کورنۍ له غړو او خواخوږو سره، چې څه موده مخکې يې ددغه ولايت د خېوې په ولسوالۍ کې د جنازې پر مراسمو بريد شوى و او له امله زموږ يو زيات شمېر بېګناه هېوادوال شهيدان شول، ورغۍ او د شهيدانو پاک روح ته يې دعا او د شهيدانو وارثانو ته تسليت ووايه.

همداراز ښاغلي شېرزي د ولسي جرګې له غړي محترم نور اغا ملکزي سره په کتنه کې د هغه د زوې د شهادت له امله، چې خېوې په پېښه کې شهيد شوى، غمشريکي وکړه او د خپل خواخوږى مراتب يې وړاندې کړل.

دغه راز محترم شېرزي د قومي مشر ارواښاد ملک محمد عثمان شينوارى کور ته، چې دوه ورځې مخکې په حق رسيدلې و ، تشريف يوړ، او د خپل ژور خپګان مراتب يې څرګند او د ارواښاد پاک روح ته يې دعا وکړه!

ددغو ليدنو کتنو او فاتحو په پاي کې د شهيدانو وراثانو او وفات شويو هېوادوالو د کورنيو غړو د سرحدونو او قبايلو چارو د وزير محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزى له راتګ، غمشريکۍ، ملي او انساني احساس او همدردۍ څخه مننه وکړه.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu