د افغانستان د اسلامي جمهوريت منتخب جمهور رئيس جلالتماب محمد اشرف غني د لوړې مراسم پرځاى کړل!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۰ - ۱۴:۴۳
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مقام او ټول کارکوونکي د يوې بلې پنځه کلنې دورې لپاره د افغان ولسمشر په توګه د جلالتمآب ولسمشر د کار د لوړی تر سره کیدو له امله د مبارکيو او نيکو هيلو د وړاندې کولو ترڅنګ هيله څرګندوي، چې ښاغلى ولسمشر به د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ستر اتل غازي امان الله خان نيمګړى فصل تکميلوي او زموږ ګران هېواد افغانستان به د نړۍ له پرمختللو هېوادونو سره سيالوي.

يو ځل بيا جلالتمآب ولسمشر، درنو مرستيالانو او ټولو درنو هېوادوالو ته د جمهوريت د بقا مبارکي وايو او د خپل ملاتړ او همکاريو د ډاډ ورکولو ترڅنګ هېواد د ملي ګټو د ساتلو او د چارو په پرمخ بېولو کې ورته د لازياتو برياوو هيله کوو.

ژوندى دې وي زموږ منتخب جمهوري نظام!

درنښت
محمد شفيق ګل آغا شېرزى
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu