د وزارت اړوندو لېسو ته بايد پر وخت غوره خدمات وړاندې شي !

mobta-af
شنبه ۱۳۹۸/۶/۱۶ - ۱۴:۴۵
mobta

دغه خبره نن د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين ښاغلې ډاکټر فریدون بارکزي په داسې حال کې، چې د مقام د دفتر رئیس ښاغلى نورآقا ناصري، د بشري سرچينو ريس ښاغلى محمد ياسين پکتين ، د ښوونې او روزنې رياست وارسي کوونکى ښاغلى جمال الدین زاهد، د داخلي تفتیش رئیس ښاغلى ذهيب احمدي د مالي او حسابي رئیس ښاغلى حميدالله بارکزى هم حاضر و، د يوې کاري ناستې په ترڅ کې څرګند کړ.

په دې کتنه کې لومړى ښاغلې زاهد د لېسو په اداري او تدريسي حالت رڼا واچوله او پر ستونزو يې خبرې وکړي.

ورپسې ښاغلې مسلکي مرستيال اړوندو ريسانو ته هدایت وکړ، ژر تر ژره دې د وزارت اړوندو لېسو ستونزو ته رسیده ګي وشي، پر وخت او غوره خدمات دې وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

BACK TO NEWS

User account menu