د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ بدخشان ولایت ته سفر وکړ

taqi_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۳:۵۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ بدخشان ولایت ته سفر وکړ

 

دوشنبه ۲۶ صفر المظفر ۱۴۴۸ 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د رئیس الوزراء محترم الحاج ملا محمد حسن اخوند په هدایت د یوه پلاوي په مشرۍ چې د داخله وزارت اداري مرستیال مولوي رحمت الله نجیب او د دفاع وزارت لوژستیکي مرستیال مولوي محمد علي جان احمد یې ملتیا کوله بدخشان ولایت ته سفر وکړ.

د بدخشان ولایت د یفتل ولسوالۍ په اتفاق بازار کې د ځایي خلکو او مجاهدینو تر منځ شخړه رامنځته شوې وه، چې پکې یو څو تنو نظامي او ملکي خلګو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، د همدې شخړې د څېړنې او بررسي په موخه یاد هیئت د بدخشان له فیض آباد څخه د هلمند د والي مولوي امان الدین منصور په ملتیا د یفتل ولسوالۍ اتفاق بازار ته سفر تر سره کړ.

ښاغلي نوري او مل پلاوي د یادې سیمې له ځایي علماوو او سپین ږیرو سره د فاتحې او کتنې پر مهال وویل: د اسلامي امارت په لیکو کې تبعیض، قوم پرستي، سمت پرستي او نژاد پرستي ځای نه لري، د بدخشان او نیمروز خلک په یوه تله تلي، نوري صاحب زیاته کړه، موږ د بدخشان خلکو ته د یوه مجاهد او دین پروره ملت په سترګه ګورو، یاد هیئت خلکو ته ډاډ ورکړ چې د دې قضیې تر څېړلو وروسته به مجرمین د قانون منګلو ته سپارل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۸
Background image

په سرپل او بادغيس ولايتونو کې د مرګونو شخړو حل

 

چهار شنبه ۲۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د سرپل ولايت په الفتح ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو له کبله هغه راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې درې تنو ته مرګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۰
Background image

کنړ کې د ۱۲ کلنې تربګني سر بېره بادغيس کې د مسؤلينو له لوري دوه جلا شوې کورنۍ يوځای شوې

 

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په مرګز کې د جنازې د لمانځه لپاره د ځای جوړولو پر سر د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

زابل کې د قتل له امله راپورته شوې بدي په دوستي بدله شوه

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوه تن د قتل له امله راپورته شوې بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مشرانو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu