د دې هېواد ودانول او خلکو ته  د سهولتونو برابرول د اسلامي نظام له اساسي اهدافو څخه دي

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۸
د دې هېواد ودانول او خلکو ته  د سهولتونو برابرول د اسلامي نظام له اساسي اهدافو څخه دي

 

پنجشنبه / ۶ ذوالقعده / ۱۴۴۷

د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ د جانوخېلو سیمه کې، چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې پرته ده، د ۲۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د یوې عامه ‌المنفعه پروژې د پرانستې په مراسمو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې رئیس، شیخ عبدالرحمان رحماني، په خپلو خبرو کې د هېواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د اسلامي نظام له ځانګړو اهدافو څخه یاد کړ.
نوموړي څرګنده کړه چې د دغو اهدافو د ترلاسه کولو په موخه، د اسلامي امارت امیرالمؤمنین د ځانګړي شفقت له مخې، د نورستان ولایت برګ‌مټال ولسوالۍ څخه د پکتیکا ولایت تروې ولسوالۍ پورې ۱۲۵ پراختیایي پروژې پلي کېږي، چې چارې یې د سرحداتو وزارت او د هر ولایت  مرستیال والي، نورو اړوندو ولایتي ادارو او قراردادي شرکتونو له لوري پر مخ وړل کېږي، ترڅو خلکو ته سهولتونه برابر شي.

بلخوا، مرستیال والي او ځايي خلکو د دغو پروژو پر پلي کېدو خوښي څرګنده کړه. زیاته یې کړه، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې د حاکم نظام پرمختګ نشي زغملی او تل په دې هڅه کې دي چې په یوه او بله پلمه دا هېواد له ناورین سره مخ کړي، زموږ خبرداری دا دی چې له دې کاره لاس په سر شي.

 په یاده غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې رئیس مولوي عبدالرحمان رحماني او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مفتي تسلیم الله حقاني سربیره د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمد انور دین ‌پرور، دیني عالمانو او د ازرې ولسوالۍ ځايي خلکو هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۸
Background image

په سرپل او بادغيس ولايتونو کې د مرګونو شخړو حل

 

چهار شنبه ۲۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د سرپل ولايت په الفتح ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو له کبله هغه راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې درې تنو ته مرګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۰
Background image

کنړ کې د ۱۲ کلنې تربګني سر بېره بادغيس کې د مسؤلينو له لوري دوه جلا شوې کورنۍ يوځای شوې

 

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په مرګز کې د جنازې د لمانځه لپاره د ځای جوړولو پر سر د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

زابل کې د قتل له امله راپورته شوې بدي په دوستي بدله شوه

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوه تن د قتل له امله راپورته شوې بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مشرانو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu