د کوچیانو محصولاتو ته د بازار موندنې نندارتون

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۳
د کوچیانو محصولاتو ته د بازار موندنې نندارتون

 

چهارشنبه/ ۵/ذوالقعده/ ۱۴۴۷


د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په نوښت د پلازمېنې کابل په بادام باغ سیمه کې جوړ شوی درې ورځنی نندارتون، چې د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې په موخه جوړ شوی و، نن ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو د سمون ریاست له لوري د کوچیانو محصولات او تولیدات هم پکې نندارې ته وړاندې شول. 

د یاد نندارتون د پرانیستې پرمهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معین مولوي عنایت الله شجاع، د کوچیانو چارو سمون لوی رئیس ملا محمد بصر صاحب زاده، د کوچیانو د اقتصادي خدماتو او څړځاینو رئیس مولوي هدایت الله حقاني او د کوچیانو د اسکانو رئیس مولوي محمداسحاق ادریس هم ګډون کړی وو. 

په دغه نندارتون کې د هېواد د مختلفو تولیدي محصولاتو تر څنګ، د کوچیانو دودیز لاسي صنایع او د مالدارۍ اړوند محصولات نندارې ته وړاندې شول، چې د ګڼ شمېر لیدونکو پام یې ځان ته را جلب کړ او دا لړۍ به تر دريو ورځو روانه وي. 
له دغه نندارتون هدف د کوچیانو اقتصادي وده او د دوی د لاسي صنایعو او مالدارۍ محصولاتو او تولیداتو نندارې ته وړاندې کول او د کوچیانو د صنایعو ملاتړ بلل شوی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۸
Background image

په سرپل او بادغيس ولايتونو کې د مرګونو شخړو حل

 

چهار شنبه ۲۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د سرپل ولايت په الفتح ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو له کبله هغه راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې درې تنو ته مرګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۰
Background image

کنړ کې د ۱۲ کلنې تربګني سر بېره بادغيس کې د مسؤلينو له لوري دوه جلا شوې کورنۍ يوځای شوې

 

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په مرګز کې د جنازې د لمانځه لپاره د ځای جوړولو پر سر د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

زابل کې د قتل له امله راپورته شوې بدي په دوستي بدله شوه

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوه تن د قتل له امله راپورته شوې بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مشرانو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu