ننګرهار کې د ۳۰ کلنې شخړې سربېره يوه بله ۱۷ کلنه شخړه حل او کنړ کې هم دوې مرورې کورنۍ پخلا شوې

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۲۸
ننګرهار کې د ۳۰ کلنې شخړې سربېره يوه بله ۱۷ کلنه شخړه حل او کنړ کې هم دوې مرورې کورنۍ پخلا شوې

چهار شنبه ۱۲ صفرالمظفر ۱۴۴۷ په ننګرهار ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۳۰ کلونو په دوام هغه اوږدمهاله شخړه حل شوه، چې له کبله يې يو کس وژل شوی و او ګڼې ستونزې يې را ولاړې کړې وې. د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو، قومي مشرانو، علماوو او متنفذينو په دوامداره هڅو لومړی ښکېل لوري سولې ته وهڅول او بيا يې ترمنځ د يوې منصفانه پرېکړې په اساس عادلانه فيصله وکړه، چې د دواړو خواوو د خوښي سبب وګرځېده او په همدې توګه يې د ورورولي غاړې ورکړې. همداراز د دياد ولايت په حصارک ولسوالي کې هم د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۷ کلنه شخړه هواره شوه، چې له دواړو خواوو پکې دوه تنه وژل شوي يوبل ټپي شوی او ګڼې ستونزې يې هم درلودلی، چې مسؤلينو يې ترمنځ د سولې او ورورولي په په فضا کې فيصله وکړه او دواړو لوريو يوبل وبښل. په ورته مهال د کنړ ولايت په دانګام ولسوالۍ کې د دوو مرورو کورنيو ترمنځ داسې مهال پخلاينه ترسره شوه، چې د روغې جوړې په مراسمو کې يې د ياد ولايت د سرحدونو، قومو او قبايلو چارو رياست استازو، قومي سپين ږيرو او ګڼو ځايي خلکو حضور درلود. د دغه شخړې په پايله کې له دواړو لوريو څو تنه ټپيان شوي وو او د ګڼو مالي تاوانونو ترڅنګ يې ترمنڅ لوی اختلافات هم موجود وو، چې مسؤلينو ورته د پای ټکی کېښود

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۸
Background image

په سرپل او بادغيس ولايتونو کې د مرګونو شخړو حل

 

چهار شنبه ۲۸ صفر المظفر ۱۴۴۸

د سرپل ولايت په الفتح ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو له کبله هغه راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې درې تنو ته مرګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۳:۵۰
Background image

کنړ کې د ۱۲ کلنې تربګني سر بېره بادغيس کې د مسؤلينو له لوري دوه جلا شوې کورنۍ يوځای شوې

 

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په مرګز کې د جنازې د لمانځه لپاره د ځای جوړولو پر سر د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۴
Background image

زابل کې د قتل له امله راپورته شوې بدي په دوستي بدله شوه

سه شنبه ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۸

د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوه تن د قتل له امله راپورته شوې بدي د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مشرانو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu